دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 192575
ټرمپ: په راتلونکو لسو کلونو کې به امریکا له ایډز نه پاکه شي
ټرمپ: په راتلونکو لسو کلونو کې به امریکا له ایډز نه پاکه شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به امریکا د ایډز له ناروغۍ پاکه کړي.
ښاغلی ټرمپ چې په فلورېډا ایالت کې یې خپلو مینوالو ته خبرې کولې، د دغې پروګرام په اړه نور جزیات شریک نکړل خو دومره یې وویل چې اداره یې د روغتیایي خدماتو لوړولو لپاره هلې ځلې کوي.
ټرمپ یو ځل بیا په روغتیایي برخه کې د ډیموکراتانو پالیسۍ وغندلې. " ډموکراتانو هوډ کړی چې غیرقانوني
کډوالو ته به د روغتیا وړیا بیمه ورکوي. د ډیموکراتانو لپاره هغه بهرنيان چې زمونږ هیواد ته په غیر قانوني توګه راځي او زمونږ هیواد له خطر سره مخ کوي تر تاسو چې د هیواد قوانینو پالنه کوئ ډیر مهم دي. "
هغه زیاته کړه: "زه به هیڅکله ددې اجازه ورنکړم"
ټرمپ تر دې وړاندې په وار وار د روغتیا د بیمې په اړه د مخکنِ ولسمشر باراک اوباما تصویب شوی پروګرام په کلکو ټکو غندلی و.
خو ډیری ډیموکراتان د روغتیا په برخه کې د ښاغلي ټرمپ پالیسۍ غندي او وایي چې د ټرمپ طرحې له بیوزلو خلکو سره هیڅ ډول مرسته نه کوي
https://avapress.com/vdcefw8znjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته