د افغانستان میدان وردک په ولایت کې د طالبانو لخوا توغول شوې د هاوان مرمۍ په یو کور لګیدلې ده .
په میدان وردک کې په ملکي استوګنځای د هاوان مرمۍ لګیدلې
13 میزان 1398 ساعت 14:26
د افغانستان میدان وردک په ولایت کې د طالبانو لخوا توغول شوې د هاوان مرمۍ په یو کور لګیدلې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د میدان وردک ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا راتوغول شوې د هاوان مرمۍ په یو کور لګیدلې چې په پایله کې ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ټپي شوی دی.
طالبانو بیا د نوموړي برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
د مطلب کود: 192578