کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کې طالبانو له لوری ۳۵ تنه غیری نظامیان تښتول شوي

13 میزان 1398 ساعت 13:22

غزنی سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی طالبانو ۳۵ تنه غیری نظامیان د خواجه عمری ولسوالی ده حاجی خواجه سیمی څخه تښتولې دی.


د آوا په ګزارش سره؛ احمد ضیا یعقوبی د خواجه عمری ولسوال د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی طالبانو تیره شپه د خواجه عمری ولسوالی ده حاجی کلۍ باندی برید سره ۳۵ تنه غیری نظامیان ددی کلۍ څخه تښتولی دی.
یعقوبی د قومی مشرانو هڅو خبر ورکوی چی طالبانو څخه دا کسان خلاص کړی.
ددی کسانو بیولو دلیل تراوسه نه دی معلوم، خو عارف نوری، د غزنی والی ویاند دوه ورځې مخکې د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې ویلی وو چی دا کلۍ باندی یو هوایی برید وروسته ددی کلۍ اوسیدونکې د طالبانو سره نښته کړي او طالبانو څو موترسایکلونو ته هم اور ورپوری کړی وو، شاید طالبان په همدی دلیل د کلۍ اوسیدونکې د ځان سره بیولی وی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
یادولو وړ دی چی مخکې هم طالبانو پنځه تنه د جاغوری ولسوالی څخه د دشت قره باغ څخه تښتولی وو.
 


د مطلب کود: 192589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192589/په-غزنی-کې-طالبانو-له-لوری-۳۵-تنه-غیری-نظامیان-تښتول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com