دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 192592
غزنی کې طالبانو بمونو ځای پرځای شوی دوه موټرونه هدف ته رسیدو مخکې له منځه وړل شوي
غزنی سیمه ییز چارواکې وایی چی طالبانو بمونو ځای پرځای شوی دوه موټرونه د هدف ته رسیدو مخکې د هیواد امنیتی ځواکونو له لوری د مقر په ولسوالی کې له منځه وړل شوی دی.
عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند نن شنبه د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی طالبانو یو ځای پرځای شوی تونس ډوله موټر هدف ته رسیدو مخکې د غزنی مقر ولسوالی چهارده په سیمه کې د امنیتی ځواکونو له لوری پيژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.
د هغه په وینا د چاودنې شدت له امله ۴ تنه خیزش مردمی ځواکونه ټپیان شوی دی.
نوری زیاته کړه چی تیره ورځ هم طالبانو یو بمب ګذاری شوی موټر د اندر په ولسوالی کې د هوایی برید امله له منځه وړل شوی وو.
همدارنګه د غزنی والی ویاند په وینا د امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ کې نن د ده یک ولسوالی باغ های تاسنګ په سیمه کې ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا په دی بریدونو کې غیری نظامیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcdnx0fxyt0nk6.lb2y.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته