دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 192609
هند: په افغانستان کې د رغنیزو کارونو اوږد لېست لرو، پاکستان څه لری؟
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وایی: امریکا په افغانستان کې د وضعیت د تغییر لپاره خپل سیاست بدل کړی، خو لا معلومه نه ده چې امریکا په افغانستان کې څه ډول وضعیت حاکمول غواړی؟
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وایی: امریکا په افغانستان کې د وضعیت د تغییر لپاره خپل سیاست بدل کړی، خو لا معلومه نه ده چې امریکا په افغانستان کې څه ډول وضعیت حاکمول غواړی؟
ښاغلی شنکر ویلی: د افغانستان او پاکستان په تړاو یې د واشنګټن له چارواکو سره ګڼې اندېښنې شریکې کړې او دا ورته معلومه شوې ، چې امریکا په خپل سیاست کې تغییر راوستی دی، خو څرګنده نه ده چې امریکا دا تغییر د څه ډول افغانستان لپاره په ځان کې راوستی دی؟
ښاغلی شنکر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له لوړپوړو امریکایی مشرانو د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر او د ملی امنیت له سلاکار سره تر لیدنو وروسته کړې.ښاغلی شنکر ویلی: هند له افغانستان سره پراخې فرهنګی، تاریخی، سیاسی او دا مهال مخ پر وده اقتصادی اړیکې لری چې
امنیتی بعد هم لری، له دې کبله هند په افغانستان کې د سولې په اړه نیک نظر ورکول خپل حق ګڼی.
ده له طالبانو سره د سولې د هوکړې په تړاو هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: (( کله چې د یو هېواد خلک، منتخب حکومت، ټول هېوادونه د یوې هوکړې سره مخالف وی، بیا خو ډېره مهمه ده چې واقعیتونو ته په پام په دې اړه غور وشی.))
کله چې له جی شنکر څخه په افغانستان کې د مرستندویه کارونو په هکله پوښتنه وشوه، نوموړی وویل: هند کولی شی په دې تړاو یو لوی لېست وړاندې کړی ،چې په افغانستان کې یې کوم رغنیز او عام المنفعه کارونه کړی ، خو په وینا یې بیا باید پاکستان هم د هغو عام المنفعه کارونو لېست وړاندې کړی، چې په افغانستان کې یې کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د ارقامو په اساس تر دې دمه هند په افغانستان کې پر بندونو، ودانیو او زده کړو ۲ میلیارده ډالر لګولی، خو د پاکستان په اړه وایی: یوازې دې له ترهګرو سره همکاری پرېږدی، نور دې هېڅ نه کوی.
https://avapress.com/vdccxiqso2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته