دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 192610
۷ بایومتریک دستګاوی په کابل او ۲۲ نورو دستګاوو حافظه لادرکه شوي
ټاکنو خپلواک کمیسیون تاییدوی چی بایومتریک ځینی دستګاوی په کابل کې او د بایومتریک ۲۲ دستګاوو حافظه په څو ولایتونو کې مفقود او له منځه تللی دی.


 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مولانا عبدالله، د ټاکنو خپلوا کمیسیون غړۍ نن شنبه په یو خبری ناسته کې په کابل کې وویل چی نږدی بایومتریک ۷ دستګاوی په کابل کې لادرکه شوی دی.
ښاغلی عبدالله زیاته کړه چی د هغه سیمو رایو پرسر چی بایومتریک دستګاوی یا حافظه کارت یی لادرکه شوی دی، د کار په اساس په تصمیم ونیول شی.
هغه همدارنګه د غیری بایومتریک شوی رایو برخلیک په اړه یو ځل بیا ټینګار وکړ چی د بایومتریک نه بغیر رایی باطل دی او یواځي بایومتریک شوی رایی ددی کمیسیون لپاره اعتبار لری.
د هغه په وینا، کمیسوین د ولایتی کارکوونکو څخه غوښتی دی ترڅو د مرکزونو او سیمو په اړه چی په کې تقلب صورت نیولی دی، مرکزی دفتر ته ګزارش ورکړی، که دا کار ترسره نه شی، هغوی عدلی او قضایی نهادونو ته به معرفی کړل شی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون آمار په اساس، تراوسه ۲۱ زره رایو محلونو اطلاعات دا کمیسیون ته رسیدلی دی او د شپږو زرو محلونو رای اسکن شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcezw8z7jh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته