کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالسلام ضعیف :

په پاکستان هېڅکله باور نه شی کېدای

14 میزان 1398 ساعت 9:43

ښاغلی ضعیف زیاته کړه، چې که څه هم پر هغه هېواد باور نه شی کېدای، خو د افغان حکومت چارواکی او طالبان باید په دقت سره پر مخ ولاړ شی او کوم غلط سیاسی قدم وانه خلی، خو نوموړی دا هم وویل: پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او که په سیمه ییز تفاهم کې موافقه ورسره کېږی او ضرر یې دفع کېږی ،نو دا به ډېر مثبت ګام وی.


په اسلام آباد کې د طالبانو د رژیم سفیر او پخوانی طالب چارواکی وړمه ورځ امریکا غږ ته ویلی، چې پاکستان د باور وړ هېواد نه دى.
ښاغلی ضعیف زیاته کړه، چې که څه هم پر هغه هېواد باور نه شی کېدای، خو د افغان حکومت چارواکی او طالبان باید په دقت سره پر مخ ولاړ شی او کوم غلط سیاسی قدم وانه خلی، خو نوموړی دا هم وویل: پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او که په سیمه ییز تفاهم کې موافقه ورسره کېږی او ضرر یې دفع کېږی ،نو دا به ډېر مثبت ګام وی.
عبدالسلام ضعیف پاکستان ته د طالبانو د مشرانو او زلمی خلیلزاد تازه سفر په اړه وویل: طالبانو په رسمی ډول په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد څخه ددې ډلې او امریکا ترمنځ د خبرو د درېدو وضاحت غوښتى دى.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی وو، چې د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسی دفتر پلاوی په اسلام‌ آباد کې له شاه محمود قریشی سره لیدلی دی.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهه پړاوه اوږدې خبرې، چې په کې دواړه خواوې توافق ته نږدې شوې وې، شاوخوا درى اوونۍ مخکې د امریکا د ولسمشر، ټرمپ له خوا لغوه شوې. ښاغلی ټرمپ دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرګی برید کې یو بهرنى او شاوخوا ۱۱ افغانان ووژل شول .


د مطلب کود: 192612

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192612/په-پاکستان-هېڅکله-باور-نه-شی-کېدای

آوا
  https://www.avapress.com