کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار ولایت بهارک ولسوالی د طالبانو څخه پاک شوه

14 میزان 1398 ساعت 10:31

د داخله وزارت اعلان کړي چی د تخار ولایت بهارک ولسوالی، په پوره توګه د طالبانو څخه پاک شوی دی.


د آوا په ګزارش سره، د داخله وزارت خبرنامه په اساس، د امنیتی او دفاعی ځواکونو مشترک تصفیوی عملیات د هیواد هوایی قواوو ملاتړ سره د څو ورځو راهیسی بهارک ولسوالی او جات ابدال او تخته کپرک سیمو باندی ترسره شوو ټول یاد شوی کلۍ او بهارک ولسوالی سیمی د طالب وسله والو څخه پاک شو.
ددی عملیات په جریان کې ۸۹ طالب جنګیدونکې په هلاکت ورسید او ۶۷ تروریستان هم ټپيان شو.
ددی عملیات په ترڅ کې د طالبانو نقلیه وسایط او درانده او سپک وسلی امنیتی او دفاعی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
همدارنګه یو حلقه ماین چی د طالبانو له لوری د عمر فاروق ښوونځی تخریب لپاره د بهارک دوراهی سیمه کې ځای پرځای شوی وو، د پولیس له لوری کشف او خنثی شو.


د مطلب کود: 192629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192629/د-تخار-ولایت-بهارک-ولسوالی-طالبانو-څخه-پاک-شوه

آوا
  https://www.avapress.com