دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 192630
په عراق کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى
د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى.
د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې ناکراري پنځمې ورځې ته ورسېدله.
کمېسيون وايي، د اوزګارتيا، کمزورو عامه خدماتو
او پراخ اداري فساد له کبله په دغو مظاهرو کې چې تېره سې شنبه پيل شوې، نږدې ٤٠٠٠ کسان ټپيان شوي دي.
د عراق چارواکو انټرنټي خدمات بلاک کړي او په جنوبي ولايتونو کې د مرګ ژوبلې شمېر سوکه تأييدوي.
د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي پرون په يوه ټلويزيوني وينا کې ژمنه وکړه چې د مظاهره چيانو برحقې غوښتنې به منل کېږي.
خو صدراعظم دا خبردارى هم ورکړ چې د عراق د ستونزو لپاره کوم جادويي حل نه شته.
https://avapress.com/vdcgwx9qzak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته