دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 192631
کندهاروالي او دپوهني رئیس دمعارف دستونزو دحل په موخه دپوهني له وزیرسره وکتل
د کندهار والي حیات الله حیات او د پوهني رئیس محب احمد روښان کابل ته د سفر پرمهال د پوهني د وزیر دوکتور محمد میرویس بلخي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل او د کندهار پوهني سکتور د اصلاح، پوهني سکتور د پیاوړتیا، اړوند برخه کي د امکاناتو پر ډیروالي او ګڼ شمیر نورو مسايلو يې ورسره مفصلي خبري وکړې.
د کندهار والي حیات الله حیات او د پوهني رئیس محب احمد روښان کابل ته د سفر پرمهال د پوهني د وزیر دوکتور محمد میرویس بلخي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل او د کندهار پوهني سکتور د اصلاح، پوهني سکتور د پیاوړتیا، اړوند برخه کي د امکاناتو پر ډیروالي او ګڼ شمیر نورو مسايلو يې
ورسره مفصلي خبري وکړې.
کندهار والي د پوهني وزیر ته د پوهني ریاست د پیاوړتیا، پراختیا او اصلاح په موخه یو شمیر وړاندیزونه هم وکړل او په اړوند برخه کي يې د پوهني وزارت د همکاريو غوښتنه وکړه.
وروسته د پوهني وزیر ډاډ وړاندي کړ، چي د پوهني وزارت د کندهار پوهني ریاست د پیاوړتیا په موخه د کندهار ولایتي ادارې سره هر ډول همکاریو ته حاضر دی او د کندهار والي له لوري د سوو وړاندیزونو د ښه تطبیق په موخه يې د همکاریو ژمنه ورکړه.
https://avapress.com/vdchxinzz23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته