دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 192637
اسلام اباد: زلمی خلیلزاد له طالبانو سره تر ليدو وروسته واشنګټن ته روان شوی
د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې له طالبانو سره تر ليدو وروسته نن بېرته واشنګټن ته روان شوی دی.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې له طالبانو سره تر ليدو وروسته نن بېرته واشنګټن ته روان شوی دی.
د نن ټکی اسيا د معلوماتو پر اساس زلمي خلیلزاد په تېرو درې ورځو کې د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي سره څو ځل ليده کاته کړي دي.
د دغو ليدنو جزئيات تر اوسه نه دي معلوم، خو د چارو کارپوهان وايي، د طالبانو او امریکايي ديپلوماتانو ليدل د سولې خبرو د بيا پيلېدو هيلې راټوکولي دي.
د چارو کارپوه او اسلام اباد مېشتي ازاد خبريال طاهر خان له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې اسلام اباد ته د طالبانو سفر ګټور بللی او هيله يې ښکاره کړې، چې د سولې درېدلو خبرو د بيرته پيلېدو لپاره هيلې پيدا شوي دي.
د ملا عبدالغني برادر په مشر د طالبانو د سياسي دفتر ۱۲ کسيز پلاوی د تېرې پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللی، هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي هرکلی کړی او دولتي پروټوکول يې ورکړی دی.
د طالبانو پلاوی له تېرو څو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې له امریکايي پلاوي او پاکستاني چارواکو سره په ليدو کتو بوخت و او د رپوټونو له مخې طالبان به سبا يکشنبه هم په اسلام اباد کې وي.
شاه محمود قریشي وړمه ورځ له ملا برادر سره تر ليدو وروسته يوه تلويزوني مرکه کې وویل، د طالبانو دريځ ډېر معقول دی او د افغانستان کشالې د حل لپاره بايد د امریکا او طالبانو درېدلې خبرې بيرته پيل شي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي، طالبانو د سيمې قوتونه پر خپل دريځ قايل کړي دي.
د افغانستان د چارو کارپوه او ژورنالېست رحيم الله يوسفزي نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، طالبان په دې توانېدلي، چې سيمه کې د امریکا حريف هېوادونه په خپل دريځ قانع کړي او له همدې امله د روسيې، چين، ایران او پاکستان حکومتونه د طالبانو دريځ معقول بولي او له امريکا يې غوښتي، چې د افغانستان سولې لپاره له طالبانو سره د سولې مسوده لاسليک کړي.
https://avapress.com/vdcdsx0f5yt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته