دغه روسي ديپلومات له يوه هندي تلويزون سره په مرکه کې ويلي، که امریکا سوله غواړي، طالبان هم سولې ته تيار دي او که جګړه خپل انتخاب بولي، نو طالبان جګړې ته هم تيار دي.
د کابلوف په باور طالبانو له روسيې غوښتي، چې د سولې خبرو بيا پيلېدو کې مرسته وکړي او طالبان اوس هم سولې او جګړې دواړو ته تياری لري.
دغه روسي ديپلومات زياته کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی اوس هم له طالبانو سره د سولې خبرو نهايي کولو او لاسليک ته هيله من دی او غواړي، چې د افغانستان کشاله د سياسي هلو ځلو له لارې حل و فصل شي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي، طالبانو د سيمې قوتونه پر خپل دريځ قايل کړي دي.
د افغانستان د چارو کارپوه او ژورنالېست رحيم الله يوسفزي ويلي، طالبان په دې توانېدلي، چې سيمه کې د امریکا حريف هېوادونه په خپل دريځ قانع کړي او له همدې امله د روسيې، چين، ایران او پاکستان حکومتونه د طالبانو دريځ معقول بولي او له امريکا يې غوښتي، چې د افغانستان سولې لپاره له طالبانو سره د سولې مسوده لاسليک کړي.