دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 192643
ولې قراردادي شرکت تر اوسه د بدخشان د سرو زرو استخراج نه دی پيل کړی؟
د سنټار په نوم یوه امریکایي شرکت که څه هم له تیر کال راهیسې د بدخشان د سرو زرو د استخراج قرارداد ترلاسه کړی، خو تراوسه یې دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته کړی.
د دغه شرکت اجراییه مشر وایي یاده سیمه کې د نا امنیو له امله نه دي توانیدلي چې د بدخشان د زرو استخراج پيل کړي.
د سنتار امریکایي شرکت د ۱۳۹۷ کال د زمري په میاشت کې د بدخشان د سرو زرو قرارداد ترلاسه کړ.
دا قرارداد په واشینګټن کې د کانونو وزرات او یاد شرکت مشر له خوا لاسلیک شو، خو لا د زیاتو نورو پروژو په شان د کاغذ پرمخ پاتی دی.
دغه شرکت وایي که چیرې د بدخشان راغستان ولسوالي د طالبانو له شتونه پاکه شي، دوی چمتو دي چې د کان د نمونه اخیستنې کار پيل کړي.
بله خوا د کانونو او پټرولیم وزارت وایي تر اوسه یې دوه ځلې یاد شرکت ته د شپږو میاشتو مهلت ورکړی ترڅو د کان په تړاو خپل اکتشافي پلانونه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې دي چې ملي دفاع وزارت وایي د بدخشان راغستان او کران و منجان ولسوالي د طالبانو له شتونه پاکې شوي دي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم وایي د دغې پروژې په لاسلیک کیدو سره طالبانو د بدخشان راغ ولسوالي په خپل واک نیولې او دغه کان د دوی د عایداتو یوه مهمه سرچینه ګرځيدلې ده.
د سنټار شرکت مشر ویلي: "موږ لیواله یو چې هلته لاړ شو کیندنه او د کان نمونه اخیستنه وکړو، خو لاهم خطر شته. له اصلاحاتو پرته سره زر او نور معدني مواد ددې پرځان چې پراختیا وکړي، د بدمرغیو د رامنځته کیدو لامل ګرځي."
د بدخشان د سرو زرو کان د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د مرکز په ۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
بدخشان د کاني زیرمو له مخې د افغانستان یو غني ولایت بلل کیږي.
https://avapress.com/vdcayun6e49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته