دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 192648
ولسمشر غني امنيتي ځواکونو او د قضا کارکوونکو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو د وېش لړۍ پیل کړه
افغان ولسمشر اشرف غني کابل کې افغان امنیتي ځواکونو او د قضا کارکوونکو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو د وېش لړۍ په رسمي توګه پیل کړه. ولسمشر غني وويل، نن د امنیټي ځواکونو لاسته راوړنې د دوي په ژوندينې کې ستایل کیږي او دغه ۱۰۰۰ اپارتمانونه ورته ورکول کیږي. ولسشمر د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو له لاسته راوړنو او هلو ځلو ستاینه او مننه وکړه، او اوسنی امنیتي ځواک یې تر پخوا ځواکمن او له پرتلې لرې یاد کړ.
افغان ولسمشر اشرف غني کابل کې افغان امنیتي ځواکونو او د قضا کارکوونکو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو د وېش لړۍ په رسمي توګه پیل کړه.
ولسمشر غني وويل، نن د امنیټي ځواکونو  لاسته راوړنې د دوي په ژوندينې کې ستایل کیږي او دغه ۱۰۰۰ اپارتمانونه ورته ورکول کیږي.
ولسشمر د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو له لاسته راوړنو او هلو ځلو ستاینه او مننه وکړه، او اوسنی امنیتي ځواک یې  تر پخوا ځواکمن او له پرتلې لرې یاد کړ.
حشمت الله ناصري د  ښار جوړونې او اراضۍ وزرات ویاند خامه پړس سره په خبرو کې وويل، د ۱۰۰۰ چمتو شوي اپارتمانونه د وېش لړۍ د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، ملی امنیت او قضا کاروونکو او منسوبینو ته نن د ولسمشر غني له لوري په رسمي توګه پیل شوه.
ښاغلي ناصري زیاته کړه چې، دغه اپارتمانونه د قرغه کشۍ له لارې ۱۰۰۰ امنیتی او د قضا کارکوونکو ته ورکول کیږي.
 هغه زیاته کړه، یاد اپارتمانونه له دوو تر پنځو خونې لرونکي اپارتمانونه دي، چې دقصبې سیمې  په لاله او سنايي ښارګوتو رغول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه مياشت  مخکې ولشمر غني د شهیدانو کورنیو ته ۱۱۷۷نمرې ويشل شوې وې.  له  نن  څخه لس کاله مخکې هم افغان حکومت افغان خبریالانو ته په ده سبز سمیه  کې د نمرو د وېش ژمنه کړې وه، او ویلي ؤ چې افغان خبریالانو ته به ۱۰۰ نمرې ورکړل شي چې تر اوسه یې بیا څرک معلوم نشو.
https://avapress.com/vdcfj0dycw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته