خوښ ديک ۰

د تبیان دفتر په مزارشریف کې د ښوونکې ورځ ولمانځل

د تبیان ټولنیز او کلتوری فعالیتونو مرکز زده کړیز برخې زده کوونکې په مزارشریف کې، د معلم ورځ په دی ولایت کې ولمانځل.
د تبیان دفتر په مزارشریف کې د ښوونکې ورځ ولمانځل
 د آوا په ګزارش سره، حجت السلام سید ناصر موسوی ددی جشن خبری کوونکې وویل: د ځینو روایتونو څخه په نقل سره د معلم مقام د شهیدانو وینی څخه هم لوړ دی خو هغه معلم چی د نورو زده کړو ترڅنګ دینی علومو زده کړی هم ورکړی.
هغه د معلم ورځی مبارکی ترڅنګ وویل: معلم مقام ډیر ارزښتناکه دی لکه څنګه چی یو ورځ د هیواد په تقویم کې د معلم په نامه اختصاص ورکړی دی.
موسوی هیواد کې معلمینو مشکلاتو ته په کتو سره وویل: نن ورځ یو معلم زموږ هیواد کې ډير مشکلات لری چی یو د مشکلاتو څخه یی د معاش کموالی دی.
یادولو وړ دی چی دمیزان ‍۱۳ نیټه د هیواد په تقویم کې د معلم ورځی په نامه ثبت شوی دی.
یکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود: 192661 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *