کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو نومول شوی ولسوال د څو تنو سره د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالی کې ووژل شو

14 میزان 1398 ساعت 16:36

فاریاب سیمه ییز چارواکې د هیواد په شمال کې وایی چی نور آغا وثیق د طالبانو نومول شوی ولسوال د شیرین تګاب ولسوالی لپاره نن سهار میزان په ۱۴ نیټه په ۸:۱۵ دقیقو کې په یو هوایی برید کې ووژل شو.


د آوا په ګزارش سره، حنیف رضایی د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند وایی چی  د طالبانو نومول شوی ولسوال هایلکس موټر باندی هوایی برید په ترسره کولو سره هغه ووژل شو.
د هغه په وینا په دی برید کې ۵ تنه طالب تروریستان د نور آغا وثیق طالبانو نومول شوی ولسوال او ملاشاه ولی مشهور په سعادت د عشر او زکات ټولولو مسؤول او ملا هدایت الله د طالبانو سره قطعی سرګروپانو څخه هم وژل شوی دی.
هغه وویل: دا هدفمند برید د مشترک کشفی کمیته کوردیناسیون په اساس، د هوایی قواوو سره صورت ونیول او په ترڅ کې یی دشمن ته سخت ضربه وارد شوه او هغوی کلیدی کسان له منځه لاړل.


د مطلب کود: 192662

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192662/د-طالبانو-نومول-شوی-ولسوال-څو-تنو-سره-فاریاب-په-شیرین-تګاب-ولسوالی-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com