دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 192672
د ولايتي شورا اونيزه غونډه جوړه سول
د ولايتي شورا اونیزه نوبتي غونډه جوړه سول، چي پکښي دشورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال او دشورا غړو ګډون کړی وو او پرمهال يې د خلکو پر ستونزو او يوشمېر حقوقي موضوعاتو د حل په موخه خبري وسوې.
د ولايتي شورا اونیزه نوبتي غونډه جوړه سول، چي پکښي دشورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال او دشورا غړو ګډون کړی وو او پرمهال يې د خلکو پر ستونزو او يوشمېر حقوقي موضوعاتو د حل په موخه خبري وسوې.
غونډي ته دملي امنيت دمرستيال او څارنوال په ګډون د اوبو رسولو رئيس هم وربلل سوی وو او د خلکو ستونزي په مخامخ ډول ورسره شريکي سوې.
غونډه چي د شورا د رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال په مشرۍ جوړه سوې لومړی پکښي د بنديانو ددوسيو د ژر حل وفصل په اړه خبري وسوې.
د ولايتي شورا رئیس وايي، چي د ارغستان ولسوالۍ په ګډون د ځينو سيمو خلک شورا ته د شکايت په ډول راغلي وه، چي په خبره يې دبنديانو دوسيو ته يې پر وخت رسيدګي نه کيږي، چي دوئ نن دا موضوع دملي امنيت له مسولينو سره د شورا په غونډه کي دحل په موخه شريکه کړه.
په غونډه کي ددې ترڅنګ د ښار پر سړکونو د زيات وزن لرونکو موټرانو د مخنيوي او دميرويس ميني دخلکو داوبو کمښت پرستونزه هم خبري وسوې.
دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وايي، چي د زيات وزن لرونکو موټرانو له امله دښار سړکونه تخريب سوي او دشورا په غونډه کي يې له امنیتي مسولينو جدي غوښتنه وکړه، چي د ښار پر سړکونو نور دزيات وزن لرونکو موټرانو پر تګ راتګ جدي بنديز ولګوي.
نوموړي ددې ترڅنګ وویل، چي دشورا غونډي ته يې د کندهار د اوبو رسولو رئيس هم رابللی وه، چي پرمهال يې د ميرويس ميني د اوسېدونکو داوبو دکمښت ستونزه هم شريکه کړل، چي د رئیس له لوري دستونزي دحل ډاډ ورکړل سوو.
د يادوني وړ ده، چي دغونډي په جريان کي دګڼ شمېر مراجعينو پر عرایضو باندي هم بحث وسو او په اړه يې لازم تصاميم ونيول سول.
https://avapress.com/vdccmiqsi2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته