کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کي د اندونیزیا سفیر کندهار ته سفر وکړ

15 میزان 1398 ساعت 10:56

په کابل کي د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف الرحمن د څو کسیزه پلاوي په ملتیا کندهار ته سفر وکړ، چي د ښه راغلاست په موخه یې احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر ته کندهار والي حیات الله حیات، یو شمیر سکتوري رئیسان، ملي تجاران، د سوداګري خوني مدیره هئیت او یو شمیر نور مسؤلین ورغلي وه.

ښاغلي حیات د اندونیزیا د سفیر تود هرکلی وکړ او د هغه راتګ یې و کندهار ته وستایه او هیله یې وښوده، چي د سفیر راتګ به د کندهار لپاره بیلابیلي لاسته راوړني ولري.باید وویل سي، چي د تر دې مخکي هم د اندونیزیا سفیر کندهار ته راغلی وو او دلته یې د بیلابیلو مسؤلینو او ځایونو لیدنه ترسره کړې وه.

د مطلب کود: 192674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192674/په-افغانستان-کي-د-اندونیزیا-سفیر-کندهار-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com