دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 192675
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پخپل ټویټر کې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ویاند، صبغت الله احمدي د دندې نه د لیرې کولو اعلان وکړ. د ارګ ویاند همدرانګه ویلي دي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځانګړي حکم له مخې به په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب تر څو پورې چې نوی ویاند ټاکل کیږي، د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند وي.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پخپل ټویټر کې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ویاند، صبغت الله احمدي د دندې نه د لیرې کولو اعلان وکړ.
د ارګ ویاند همدرانګه ویلي دي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځانګړي حکم له مخې به په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب تر څو پورې چې نوی ویاند ټاکل کیږي، د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند وي.
ښاغلي صدیقي لیکلي دي چې، ښاغلی احمدي د "غیر مسؤلانه څرګندونو" په خاطر د دندې نه لیرې شوی، خو هغه دا ندي ویلي چې د بهرنیو چارو دوزارت سرپرست ویاند کومې غیرې مسؤلانه څرګندونې کړیدي.
څو ورځې وړاندې صبغت الله احمدي د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې " هیله لرو دا ځل پاکستاني چارواکي طالبان د افغانستان د دولت سره د مخامخ خبرو لپاره په ریښتیني توګه همکاري وکړي او عملي کار وکړي."
د ښاغلي احمدي د دې څرګندونو نه وړاندې د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې اسلام آباد ته د ملا عبدالغني په مشرۍ د طالب استازو سفر او د پاکستاني چاراکو سره یې ملاقات په افغانستان کې د سولې سره هیڅ ډول مرسته نشي کولی.
ښاغلي صدیقي د پاکستان د همکارۍ په هکله د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ویاند دا څرګندونې رد کړلې او د هغه شخصي نظر یې وګاڼه خو وروسته صبغت الله احمدي په ټویټر کې ولیکل چې څرګندونې یې د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب د افغانستان رسمي دریځ دی.
https://avapress.com/vdcfe0dytw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته