دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 192676
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيلېدو ته هيلې زياتې شوي
د امریکا له لوري د سولې خبرو له لغوه کيدو وروسته طالبانو په سيمه کې د امریکا حريفونو هېوادونو روسيې، ایران، چين او تېره اوونۍ پاکستان ته سفرونه وکړل. طالبانو د دغو هېوادونو چارواکو سره په خبرو کې د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره خپل دريځ روښانه کړ او د يادو هېوادونو چارواکو د طالبانو د دريځ ملاتړ کړی دی.
د تېرې سپتمبر مياشت په اتمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، چې د طالبانو سربېره يو شمېر امریکايي سياستوالو او د سيمې هېوادونو د ټرمپ له اعلان سره مخالفت وکړ او يوازې د اشرف غني ګډ حکومت يې هرکلی وکړ.
د امریکا ديموکرات سناتور باب مينيډيز په ګډون يو شمېر سياستوالو له طالبانو سره د سولې خبرو لغوه کول د ټرمپ ادارې د بهرنۍ تګلارې ناکامۍ وبلله.
طالبانو ويلي، دوی اوس هم د سولې تړون ته ژمن دي او که امریکا روان کشاله له سوله ييزو لارو نه حل کوي، نو دوی ورسره تر راتلونکو سلو کلونو هم جګړې ته تيار دي.
د امریکا له لوري د سولې خبرو له لغوه کيدو وروسته طالبانو په سيمه کې د امریکا حريفونو هېوادونو روسيې، ایران، چين او تېره اوونۍ پاکستان ته سفرونه وکړل.
طالبانو  د دغو هېوادونو چارواکو سره په خبرو کې د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره خپل دريځ روښانه کړ او د يادو هېوادونو چارواکو د طالبانو د دريځ ملاتړ کړی دی.
افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف تېره ورځ له يوه هندي تلويزون سره په مرکه کې ويلي، طالبان اوس هم د سولې تړون ته ژمن دي او که امریکا ورسره د سولې تړون کوي، نو مسکو په دې برخه کې مرستې ته حاضر دی.
د کابلوف په وينا که امریکا د سولې له تړونه ځان باسي، نو طالبان ورسره جګړې ته هم حاضر دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت او همدارنګه وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي هم په اسلام اباد کې له ملا برادر سره له ليدو وروسته رسنيو ته وويل، چې د افغانستان کشالې د حل په اړه د طالبانو دريځ ډېر معقول دی.
د چارو کارپوهان وايي، طالبانو سيمه کې د امریکا ضد هېوادونه په خپل دريځ قانع کړي او کېدای شي په اسلام اباد کې د طالبانو د سياسي مرستيال ملا برادر په مشرۍ پلاوي سره د زلمي خلیلزاد له ليدو وروسته يو ځل بيا د سولې خبرې پيل شي.
د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې هيله ښکاره کړې، چې د سولې خبرې به بيرته پيل شي او امریکا په دې اړه له پاکستانه مرسته غوښتې ده.
https://avapress.com/vdcgux9q3ak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته