کونړ لپاره د طالبانو پخوانی والي شيخ عبدالرحيم او د نیمرزو د والي مولوي عبدالرشيد بلوڅ سربېره يوولس مهم طالبان او قومندانان نن د بګرام له زندانه ازاد شوي دي.
د دوو والیانو په شمول د طالبانو ۱۱ مهم مشران خوشي شوي
15 میزان 1398 ساعت 12:42
کونړ لپاره د طالبانو پخوانی والي شيخ عبدالرحيم او د نیمرزو د والي مولوي عبدالرشيد بلوڅ سربېره يوولس مهم طالبان او قومندانان نن د بګرام له زندانه ازاد شوي دي.
کونړ لپاره د طالبانو پخوانی والي شيخ عبدالرحيم او د نیمرزو د والي مولوي عبدالرشيد بلوڅ سربېره يوولس مهم طالبان او قومندانان نن د بګرام له زندانه ازاد شوي دي.
شيخ عبدالرحيم څو کاله کونړ لپاره د طالبانو والي او په ختيځ کې پر نفوذه شخصيت و، دوه کاله مخکې په جلال اباد ښار کې نيول شوی و، مولوي عبدالرشيد هم په نیمروز لوړپوړی قومندان او د ياد ولايت لپاره د طالبانو والي و.
ويل کيږي، د يادو دواړو مشرانو سربېره يوولس مهم طالبان د بګرام له زندانه خوشې شوي، خو د نورو خلاص شوو کسانو هويت تر اوسه نه دی معلوم.
ځينو سرچينو ويلي، د بنديانو د خلاصېدو موضوع اسلام اباد کې د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازو له ليدو وروسته پيدا شوې، خو د نن ټکی اسيا د معلوماتو پر اساس د بنديانو د خلاصون موضوع نوې نه ده، بلکې د امریکا او طالبانو نهه پړاوه مذاکراتو کې د بنديانو موضوع هم په مکرره توګه ياده شوې او که په اسلام اباد کې يو ځل بيا دا خبره ياده شوي وي، نو دا به د سولې درېدلو خبرو د بيا پيليدو لپاره يو نوی پرمختګ وي.
د مطلب کود: 192680