کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران امریکا ته:

په ټولو ممکنو لارو به تیل صادر کړو

15 میزان 1398 ساعت 12:17

تهران به د تیلو د صادراتو په اړه د امریکا د متحده ایالاتود فشارونو پر وړاندې تسلیم نشي.


تهران به د تیلو د صادراتو په اړه د امریکا د متحده ایالاتود فشارونو پر وړاندې تسلیم نشي.
د ایران د تیلو وزیر بیژن زنگنه، ویلي دي: "مونږ به د هرې ممکنې لارې چې وي تیل صادر کړو او د امریکا فشار ته به تسلیم نشو، ځکه د تیلو صادرات د ایران مشروع حق دی".
د ایران په تیلو باندې د امریکا د بندیزونو وروسته ددې هیواد د خامو تیلو صادرات څه دپاسه ٨٠ فیصده راټیټ شوي دي.
دافغان خبری آژانس د خبر له مخی ،د امریکا متحده ایالات د ٢٠١٨ کال د می په اتمه د ایران او لویدیځې نړۍ ترمنځ د اټومي موافقې نه ووت او په تدریج سره یې پر تهران باندې اقتصادي بندیزونه زیات کړل، هغه بندیزونه چې ددې هیواد اقتصاد یې له رکود سره مخامخ کړی دی.
پر ایران باندې د امریکا له خوا د بندیزونو له لگولو وروسته پدې هیواد کې بهرنۍ پانگونې هم کمې شوی، ځکه ستر شرکتونه نه غواړي چې د امریکا د بندیزونو نه په سرغړونې د متحده ایالاتو د مخالفت سره مخامخ شي.
د امریکا ددغه اقدام په غبرگون کې ایران ورو ورو د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې ژمنو ته شا کړه او د یورانیمو د غني کولو کچه یې له ټاکل شوې اندازې لوړه کړه، هغه اقدام چې ددې تړون د نورو لاس لیک کوونکو د اندیښنې سبب هم شوې دې.
ایران همداشان د طبیعي غاز د ذخیرو له پلوه په نړۍ کې دوهم هیواد دی، خو د نړیوالو بندیزونو له کبله تر اوسه ندی توانیدلې د غازو ستر صادرونکی هیواد شي.


د مطلب کود: 192681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192681/په-ټولو-ممکنو-لارو-تیل-صادر-کړو

آوا
  https://www.avapress.com