دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 192687
د صبغت الله احمدی خارجه وزارت ویاند برکنار کیدل د ولسمشر غنی له لوری، د اجراییه ریاست مخالفت د ځان سره درلودلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اجرائیه ریاست د یو اعلامیه په خپرولو سره د عبدالله عبدالله څخه په نقل سره لیکلی دی: ښاغلی صبغت الله د خارجه چارو وزارت ویاند د سولې پروسی څخه ملاتړ کې د خارجه وزارت موقف بیان کړی دی. په دی وخت کې انتصابات او لیری کول یواځی ټاکنو پوری اړوند کیدلای شی.
ښآغلی عبدالله ټینګار کړی دی چی ښاغلی احمدی د ټاکنو تر نهایی کېدو پوری به خپل کار ته ادامه ورکړی.
اعلامیه زیاتوی: خارجی سیاست او افغانستان دولت موقف پوری اړوند موضوعات په دی برخو کې حکومت لوړ سطحی توافق او بحث ته اړتیا لری ترڅو حکومت ټول برخی د یو واحد موقف درلودونکې وی او واحد غږ سره خبری وشی.
صدیق صدیقی، د ریاست جمهوری ویاند په یو توئیتری پیغان کې اعلان کړی دی چی ولسمشر غنی د یو حکم په اساس ښآغلی میرویس ناب د افغانستان پخوانۍ سفیر په ترکمنستان کې د خارجه وزارت اقتصادی همکاریو معین په حیث ټاکلی دی.
ښاغلی صدیقی زیاته کړه چی ښاغلی ناب همدارنګه د نوی ویاند تقرر پوری دا وزارت د ویاند دفتر چارو څخه به سرپرستی وکړی. پخوانۍ ویاند سرپرست د غیری مسؤولانه اظهاراتو له امله برکناره شوی دی.
صبغت الله احمدی د خارجه وزارت ویاند جمعی په ورځ د میزان په ۱۲ طلوع نیوز خصوصی تلویزیون ته ویلی وو چی سوله د لومړیتوبونو څخه او افغانستان خلګو اړتیا ده او موږ باید یو ورځ سولې ته ورسیږو.
هغه په ادامه کې ټینګار کړی وو چی کابل د هر هیواد هڅو څخه ښه راغلاست کوی او هیله مند دی چی پاکستان د افغانستان دولت سره مذاکره لپاره طالبانو هڅولو کې کار وکړی.
دا په داسی حال کې دی چی اجرائیه رئیس مخکې له دی د ولسمشری حکم د خارجه وزارت تفتیش په اساس اعلامیه په خپرولو سره رد کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcivrazyt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته