دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 192694
په پروان کې د چاودنیز موادو ډک موټر کشف شو
پروان سیمه ییز چارواکې د کابل په شمال کې وایی چی یو سراچه ډوله موټر د چاودیدونکو توکو ډک د امنیتی ځواکونو عملیات په جریان کې په دی ولایت کې کشف شو.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، وحیده شهکار د پروان والی ویاند ددی خبری په تائید سره ویلی دی چی امنیتی ځواکونه یک شنبه ماښام ۹:۳۰ په شاوخوا ددی ولایت بګرام ولسوالی چینزی کلۍ کې عملیات په ترڅ کې چاودیدونکو توکو ډک موټر په یو باغ کې کشف شو.
د شهکار په وینا، د یاد موټر خنثی کولو لپاره تخنیکی ځواکونو مامورین د کابل څخه پروان ته راغلی دی.
ښاغلی شهکار ټینګار کړی دی چی امنیتی ځواکونه، شپږ تنه په دی تور نیولی دی.
سیمه ییز چارواکې وایی چی دا موټر د خاص مقصد لپاره چاودیدونکی توکې پکښی ځای پرځای شوی وو.
https://avapress.com/vdcgyx9qtak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته