دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 192698
اجرائيه رئيس د بهرنيو چارو وزارت د وياند ګوښه کولو په اړه د اشرف غني امر رد کړی
د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني هغه امر رد کړی، چې د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي يې له دندې ګوښه کړی دی. تېر ماښام د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي په خپل ټويټرپيغام کې ويلي و، صبغت الله احمدي «د نامسؤوله» څرګندونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.
د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د  ولسمشر اشرف غني هغه امر رد کړی، چې د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي يې له دندې ګوښه کړی دی.
تېر ماښام د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي په خپل ټويټرپيغام کې ويلي و، صبغت الله احمدي «د نامسؤوله» څرګندونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.
ولسمشر غني دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې تېره پنجشنبه د طالبانو د سياسي مرستيال ملابرادر اخند په مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته يې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او پاکستاني چارواکو سره ليدلي وو.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي د سولې په برخه کې د پاکستان او ګاونډيو هېوادونو د هڅو ستاينه کړې وه او دايې د سولې په برخه کې ګټورې بللي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ اسلام اباد ته د طالبانو سفر سره مخالفت ښودلی و او وايي، دا سفر له نړيوالو اصولو مخالفت دی او له سولې سره کوم تړاو نه لري.
وروسته صديق صديقي د بهرنيو چارو وزارت د وياند څرګندونې رد کړې او هغه يې شخصي وبللې او ورپسې تېر ماښام د اشرف غني په امر له دندې ګوښه اعلان شو.
د صديقي له څرګندونو وروسته صبغت الله احمدي په خپل ټويټرپيغام کې وويل، چې د پاکستان په اړه يې شخصي څرګندونې نه دي کړي، بلکې د حکومت رسمي دریځ يې بيان کړی دی او تور يې لګولی و، چې ځينې چارواکي اوس هم ټاکنيز کمپياين کوي.
خو اجرائيه رياست د ولسمشر غني امر رد کړی او وايي، چې صبغت الله احمدي به د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.
له اجرائيه رياسته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د ښاغلي احمدي څرګندونې د حکومت رسمي دريځ دی.
اعلاميه زياتوي، په اوسني وخت کې د چارواکو ګوښه کول له ټاکنو سره تړاو لري او تر څو، چې د ټاکنو پایلې نه وي اعلان شوي، صبغت الله احمدي به خپلې دندې ته دوام ورکوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفير ميرویس ناب د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مرستيال ټاکلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په فرمان کې راغلي، تر څو، چې د بهرنيو چارو وزارت نوی وياند ټاکل کيږي، ښاغلی ناب به د وزارت د وياند په توګه دنده ترسره کوي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د عبدالله او اشرف غني د ناندريو پر مهال به د کوم يوه سنډه په څپر وخيژي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين هم نږدې دوه کاله مخکې پارلمان سلب صلاحیت کړی او ولسمشر غني هم له دندې ګوښه کړی، خو ښاغلي رباني ويلي، چې د چا پلار يې هم له دندې نه شي ګوښه کولی او له تېرو دوو کلونو راهيسې د پارلمان او ولسمشر د امر پر خلاف دنده پر مخ بيايي.
https://avapress.com/vdcaoun6a49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته