کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي:

بهرنۍ ښځې او سړي کولی شي له محرم پرته هوټل کې ګډې کوټې ونيسي

15 میزان 1398 ساعت 16:01

د نوي قانون له مخې د سعودي اوسېدونکي اتباع بايد په هوټل کې د اوسېدو لپاره د واده ليکلي اسناد وړاندې کړي، خو له بهرنيو هېوادونو سعودي ته تلونکې ښځې او سړي کولی شي، چې له واده پرته هم هوټل کې کوټې ونيسي.


سعودي کې د ويزو نوې پاليسي له مخې بهرنۍ ښځې کولی شي، له واده پرته سړيو سره د هوټل کوټې ونيسي او ښځې کولی شي، چې يوازې ځانته کوټه ونيسي.
تر دې وړاندې سعودي کې ښځو او سړيو د ګډې کوټې نيولو لپاره د واده شرط لازمي و او بايد ثبوت يې وړاندې کړی وای، خو اوس يې دغه شرطونه لغوه کړي دي.
حکومت د پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې سعودي غواړي، خپل اقتصاد د تېلو له انحصاره وباسي او سياحت پراخه کړي.
د نوي قانون له مخې د سعودي اوسېدونکي اتباع بايد په هوټل کې د اوسېدو لپاره د واده ليکلي اسناد وړاندې کړي، خو له بهرنيو هېوادونو سعودي ته تلونکې ښځې او سړي کولی شي، چې له واده پرته هم هوټل کې کوټې ونيسي.
د پخوا په څېر پر بهرنيو ښځو د حجاب شرط نه دی کېښودل شوی، خو حکومت وايي، مېرمنې بايد مناسب لباس پر تن ولري.
تېره اونۍ هم د سعودي دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي و، چې وړتيا لرونکې ښځې کولی شي په پوځ کې له عامې عسکرې نيولې تر پوځي افسرې دندې ترسره کړي.
له تېرو درې کلونو راهیسې په سعودي کې يو شمېر مهم بدلونونه راروان دي، چې ټول اساس يې د مذهبي فعاليتونو مخینوی او کمرنګي کول او په مقابل کې يې د مذهب ضد ازاديو ته اجازه ورکول دي.
دغه بدلونونه د سعودي وليعهد محمد بن سلمان هغه فکر بلل کيږي، چې وايي، تر ۲۰۳۰ کاله به په سعودي کې اساسي بدلونونه راولي.
په دغو بدلونو کې ښځو ته د موسيقي په کنسټرونو او همدارنګه د لوبو سياليو کې د نندارې اجازه، له محرم پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر، د سينما او قمار خونو اجازه، ښځو ته د موټر چلولو اجازې او ورته نورې ازادۍ شاملې دي، خو په عين حال کې حکومت د علماوو او دعوتګرو پر فعاليتونو بنديزونه لګولي، سلګونه ديني علما يې بنديان کړي او يو شمېر يې په زندانونو کې وفات شوي هم دي.


د مطلب کود: 192699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192699/بهرنۍ-ښځې-او-سړي-کولی-شي-له-محرم-پرته-هوټل-کې-ګډې-کوټې-ونيسي

آوا
  https://www.avapress.com