دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 192700
عبدالسلام ضعیف: امریکا نه افغانستان ته قوي نظام جوړ کړ او نه یې طالبان کمزوزي کړای شول
د چارو شنونکی او په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر «عبدالسلام ضعیف» وايي «دنن نه اتلس کاله وړاندي په ۲۰۰۱ داکتوبر په ۷ نیټه باندې دامریکاپه مشری غربي اشرګړو زموږ دګران هیواد په جنګ ځپلي ټاټوبي دتروریزم دجنګ ترعنوان لاندي په ډیر غرور اوتکبر سره یرغل وکړ’ امریکااواشرګړو به ادعاکوله چې ددوی په قول طالبان به دمځکي دسره ورک کړي’ دغربي دموکراسی په پیاده کولوسره به قوې سیاسي نظام جوړکړي اوافغانستان به په سیمه کې په پرمختللي اوپیاوړي اقتصادي قوت کړي.»
په داسې حال کې چې نن ورځ د اکتوبر  په «۷» نېټه په افغانستان باندې د امریکا د یرغل اتلس کاله بشپړېږي؛ شنونکي په افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه بولي او امریکا د خپلو ادعاوو په ثابتولو کې پاتې راغلې ګڼي.
د چارو شنونکی او په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر «عبدالسلام ضعیف» وايي «دنن نه اتلس کاله وړاندي په ۲۰۰۱ داکتوبر په ۷ نیټه باندې دامریکاپه مشری غربي اشرګړو زموږ دګران هیواد په جنګ ځپلي ټاټوبي دتروریزم دجنګ ترعنوان لاندي په ډیر غرور اوتکبر سره یرغل وکړ’ امریکااواشرګړو به ادعاکوله چې ددوی په قول طالبان به دمځکي دسره ورک کړي’ دغربي دموکراسی په پیاده کولوسره به قوې سیاسي نظام جوړکړي اوافغانستان به په سیمه کې په پرمختللي اوپیاوړي اقتصادي قوت کړي.»
ضعیف زیاتوي «مګردادی پوره اتلس کاله تیر سوه؛ هیڅ هم ونسوه’پرته له دي چې وینه توی’دښمني ډیره’ په ټرییلونوډالر ضائع اوخرابي ډیره وسوه’ نه قوي نظام نه اقتصادي پرمختګ اونه هم طالبان کمزوري سوه’ بلکي دیومحدودقوت څخه په یوسمییزقوت بدلیدونکي دي.»
د ضعیف په خبره، یرغلګر له لومړیو د افغانستان  د شتمنیو په چور او تالان، د مظلومانو په ونیو تویولو او د قومونو تر منځ د دښمنو په راپیداکولو پسې راغلې وه؛ خو اوس ترې د وتلو لار ورکه ده «اوس دخپلووتلولپاره لارځیني ورکه ده؛ نه پوهیږي چې ددې سریښوله ډم څخه چې په حقیقت کښي دمظلومانوویني دي څنګه ځانونه خلاص کړي’کشکي دغه فکریې اول کړی وای کلي په زور نه کیږي اوپښیماني ګټه نه رسوي.»
په افغانستان کې د امریکا د یرغل اتلسم کال داسې مهال رارسېږي چې د یاد هیواد سیاسي او نظامي شنونکي په یوه خوله امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه بولي او د عسکرو د ایستلو توصیې ورته کوي.
https://avapress.com/vdce7w8z7jh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته