دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 192702
طالبان: د اتلس کاله جګړو او بمباريو سربېره امریکا او متحدين يې له ماتې سره مخ دي
طالبانو پر افغانستان د امريکا او متحدينو د يرغل اتلسمې کليزې په مناسبت اعلاميه کې ويلي، امريکا له هر ډول دلیل او اصولو پرته پر افغانستان برید کړی او د اتلسو کالو په تېرېدو هم کومه بريا او لاسته راوړنې نه لري.
طالبانو پر افغانستان د امريکا او متحدينو د يرغل اتلسمې کليزې په مناسبت اعلاميه کې ويلي، امريکا له هر ډول دلیل او اصولو پرته پر افغانستان برید کړی او د اتلسو کالو په تېرېدو هم کومه بريا او لاسته راوړنې نه لري.
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، «اسلامي امارت د خپل ديني او هېوادني مکليف له مخې د امريکايي يرغل پر وړاندې ودرېد، د الله تعالی په مرسته او د خپل وياړلي ولس په ملاتړ يې د امريکايي تجاوز پر ضد جهاد پيل کړ.»
اعلاميه زياتوي، پر افغانستان د امريکاي يرغل پر مهال يو شمېر افغان نما څېرې د امريکايي يرغل په ملاتړ ودرېدې، خو نورو افغانانو د امرکايي يرغل پر ضد جهاد پيل کړ او  د اتلسو کالو په تېرېدو د امريکا
ټولې حربې، دسيسي، سټراټيژۍ او پوځي هڅې ناکامې شوې.
د طالبانو په وينا د افغانستان جګړه اوس د امریکا لپاره په ناسور اوښتې، لسګونه زره عسکرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې او ميلياردونه ډالر يې لګولي، خو تر اوسه کومه موخه نه ده ترلاسه کړې.
طالبانو په دې اعلاميه کې پر امريکا غږ کړی، چې د افغانستان جګړې اوږدول د امريکا لپاره د نظامي او مالي شرم سربېره په سياسي توګه ستر شرم دی او د ناټو پوځي تړون يې هم له شرمندګۍ سره مخ کړی دی.
اعلاميه زياوي، چې د دې ټولې جګړې پړه د امريکا پر هغو جنرالانو او افسرانو ده، چې د امريکايي وسلو لپاره د بازار موندنې په موخه جګړه اوږدول غواړي.
د اعلاميې په پای کې طالبانو يو ځل بيا پر امريکا غږ کړی، چې د افغانستان اتلس کلنې جګړې ته په کتلو د سولې چانسونه له لاسه ورنکړي، نور ځان له نړيوال شرم او رسوايۍ وساتي او روانه جګړه د سياسي خبرو له لارې حل کړي.
https://avapress.com/vdcgzx9qxak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته