کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسماعیل خان: حکومت تل د سولې په مخکې خنډونه جوړ کړي

15 میزان 1398 ساعت 15:13

د کابل حکومت د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی «تورن اسماعیل خان» وايي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو حکومت تل په دې برخه کې خنډونه زېږولي.


د کابل حکومت د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی «تورن اسماعیل خان» وايي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو حکومت تل  په دې برخه کې خنډونه زېږولي.
اریانا نیوز د اسماعیل خان له قوله لیکلي « طالبانو تل د سولې خبرو ته خپل چمتووالی ښودلی؛ خو حکومت همېشه د سولې په پروسه کې خنډونه په لار اچولي، چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلوي دريځ رد یې ښه بېلګه ده».
نوموړي په حکومت غږ وکړ، چې د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو په ځای دې د سولې ملاتړ ته را وړاندې شي.
اسماعیل خان وروسته له هغه ارګ د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو جوړوي، چې ارګ او بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په تړاو مخالف دريځونه ونیول؛ ارګ د طالبانو سفر وغانده؛ خو بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی وکړ او یاد سفر یې د سولې په برخه کې مرستندوی یاد کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په تعقیب ارګ د یاد وزارت د ویاند د لرې کولو امر صادر کړ؛ خو اجرائیه ریاست د ارګ امر بېځایه وباله او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ته یې د کار د دوام امر وکړ.


د مطلب کود: 192703

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192703/اسماعیل-خان-حکومت-تل-د-سولې-په-مخکې-خنډونه-جوړ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com