دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 192704
په مذاکراتو کې دې ټولو اړخونو ته ونډه ورکړل شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» وايي، په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي؛ خو په دې پروسه کې باید ټولو لورو ته ونډه ورکړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» وايي، په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي؛ خو په دې پروسه کې باید ټولو لورو ته ونډه ورکړل شي.
جواد ظریف په تهران کې یوې ناستې ته وویل « د افغانستان د سولې په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ دادی، چې په دې پروسه کې باید ټولو ته برخه ورکړل شي، نه باید یوه ځانګړې ډله د بهرنیانو په مټ په افغانستان واکمنه شي او نه باید د یوه ځانګړي هدف په موخه کومه ډله د سولې له پروسې وایستل شي».
د ظریف په خبره، ایران د هغه سولې پلوي نه کوي، چې بهرنیان یې په افغانستان کې غواړي.
ایران داسې مهال په افغان سوله کې د ټولو اړخونو شریکول اړین بولي، چې اسلام اباد ته دطالب پلاوو له سفر سره هم مهاله یو ځل بیا د افغان سولې د درېدلو مذاکراتو د پیل هیلې راټوکېدلې او داسې تمه کېږي، چې ښايي امریکايي ولسمشر په خپل دریځ کې نرمښت راولي او درېدلي مذاکرات دوام پیدا کړي.
https://avapress.com/vdciuraz5t1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته