دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 192706
جوزجان: لاریون کوونکي د طالبانو تر محاصرې لاندې ۱۵۰ سرتېرو د خلاصون غوښتنه کوي
د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ولایت مقام د ودانۍ مخې ته د هغو ۱۵۰ دولتي سرتېرو د خلاصون غږ پورته کړی، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.
د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ولایت مقام د ودانۍ مخې ته د هغو ۱۵۰ دولتي سرتېرو د خلاصون غږ پورته کړی، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.
د سلام وطندار د راپور له مخې، لاریون کوونکي د ولایت مقام ودانۍ مخې ته راټول شوي او ددې ولایت له امنیتي مسئولینو غواړي، چې د جوزجان ولایت په «درزاب» ولسوالۍ کې ۱۵۰ محاصره سرتېري د طالبانو
له منګولو خلاص کړي.
لاریون کوونکي وایي، که حکومت د محاصره سرتېرو د خلاصون لپاره ګام پورته نکړي، انساني ناورین به رامنځته شي.
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان «عبدالواحد وجدان» هم په درزاب ولسوالۍکې امنیتي ستونزې مني او په خبره یې، هڅه کوي محاصره سرتېري له طالبانو وژغوري.
یاده دې وي، چې تېره دوشنبې شپه طالبانو د درزاب ولسوالۍ په ودانۍ باندې برید وکړ او د ولسوالۍ په ودانۍ کې مېشت سرتېري یې محاصره کړل.
طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته تللې لارې په ماینونو پوښلي او په دې توګه یې د ځمکني کومک لاره بنده کړې.
https://avapress.com/vdcawun6i49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته