دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 192707
امریکایي او د دوی ائتلافي ځواکونو داسې جنایات ترسره کړل چې انسانیت پرې شرمېږي
د افغانستان مشهورې ورځپاڼې «ویسا» په خپله نننۍ ګڼه کې د اکتوبر د اوومې په تړاو یو مطلب خپور کړی، په یاد مطلب کې په افغانستان کې د امریکا جګړه مطلق ناکامه یاده شوې او امریکايي او ائتلافي ځواکونه د بشر ضد جنایتونو سرلاري بلل شوي.
داسې مهال چې په افغانستان باندې د امریکا د یرغل اتلس کاله بشپړېږي؛ په ټولنیزو رسنیو او ورځپاڼو کې ورته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.
د افغانستان مشهورې ورځپاڼې «ویسا» په خپله نننۍ ګڼه کې د اکتوبر د اوومې په تړاو یو مطلب خپور کړی، په یاد مطلب کې په افغانستان کې د امریکا جګړه مطلق ناکامه یاده شوې او امریکايي او ائتلافي ځواکونه د بشر ضد جنایتونو سرلاري بلل شوي.
د مطلب په یوه برخه کې راغلي « په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانانو د کور او کلي حرمت مات شو، امریکایي او د دوی ائتلافي ځواکونو داسې جنایات ترسره کړل چې انسانیت پرې شرمېږي. په زرګونو ښځې او ماشومان په ډېر وحشت ووژل شول، د شپې چاپې او ړندې بمبارۍ تر ننه دوام لري.په هر صورت له اتلس کاله وژنو او وحشتونو وروسته اوس امریکا او د دوی تر اشراف لاندې د غني حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې تر شلو زیاتې ترهګرې ډلې له دولت سره په جګړه بوختې دي. د دې معنا دا ده چې د افغان ولس سیاسي مشرانو تاریخي غلطي وکړه چې تور وحشت ته یې لبیک ووایه، هغو ته یې لارې برابرې کړې چې په افغانستان کې د جګړو او مرګونو لوبه توده وساتي.»
مطلب زیاتوي « ښایي یو شمېر سیاستوالو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمېر چارواکیو به خپله غلطي زر او یا وروسته درک کړې وي، خو ځینې یې تر اوسه په همدې نظر دي چې دوی وحشت ته د رحمت په تمه دي».
د مقالې د لیکوال په خبره، هر څوک چې په شعوري ډول د امریکا یرغل ستایي، د افغانانو په عامه وژنه کې پړ او مسئول دي او لا هم له «وحشت» څخه د «رحمت» تمه کوي.
https://avapress.com/vdcbg5b8zrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته