دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 192712
د دې ادارې چارواکي وایي د دې پلان په عملي کیدو سره چې د کابینې له خوا هم تایید شوی دی، کابل کې به د هوا ککړتیا کمه شي. د چاپيریال ساتنې ادارې پلازمینه کې د هوا ککړتیا کمولو لپاره تیر کال د ولسمشر په امر یو پنځه کلن پلان ترتیب کړی و، چې کابینې هم نږدې دوه میاشتې وړاندې د تایید ټاپه پرې ولګوله.
د افغانستان د چاپيریال ساتنې ملي ادارې په کابل کې د هوا ککړتیا کمولو، مخنیوي او مدیریت لپاره یو پنځه کلن پلان معرفي کړ.
د دې ادارې چارواکي وایي د دې پلان په عملي کیدو سره چې د کابینې له خوا هم تایید شوی دی، کابل کې به د هوا ککړتیا کمه شي.
د چاپيریال ساتنې ادارې پلازمینه کې د هوا ککړتیا کمولو لپاره تیر کال د ولسمشر په امر یو پنځه کلن پلان ترتیب کړی و، چې کابینې هم نږدې دوه میاشتې وړاندې د تایید ټاپه پرې ولګوله.
دیارلس دولتي سکټورونه د دې پنځه کلن پلان د عملي کولو دنده پر غاړه لري.
همدې حال کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم کابل کې د دولتي ادارو ترمنځ نه همغږي د دې ستونزې
په مخنیوي کې یو لوی خنډ بولي.
د کابل ښاروالي هم وایي د روان کال له اوړي څخه یې کابل کې د هوا ککړیدو اصلي سرچینو پیژندنه پيل کړې ده او د دې پلان په عملي کیدو سره به چارې نورې هم چټکې شي.
دې پلان کې چاپيریال ساتنې د تفتیش او څارنې سکټور، ښاري سکتور، ټرانسپورټي سکټور، د نورم او سټنډرډ د تقنین سکتور، د چاپيریال ساتنې ادارې تشکیلاتي ریفورم، د ګازو او نفتي موادو سکټور، د روغتیا سکټور، د انرژۍ سکتور، د پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور سکتور، د کانونو او پټرولیم سکټور، د صنعت او تجارت سکټور، د کرنې او طبیعي سرچینو سکټور او متفرقه سکتور شامل دي چې دا ټول سکتورونه به په دې برخه کې خپلې اړوندې چارې پرمخ بیایي.
کابل د هوا ککړتیا له مخې د نړۍ یو تر ټولو ککړتیا او زیان اړوونکی ښار بلل شوی دی.
د کابل هوا هغه وخت بوږنوونکې او وژونکې شي چې د ژمي په رسیدو سره په ودانیو کې د سون توکو لوګي فضا ته خپره شي.
https://avapress.com/vdchzinzi23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته