دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 192739
د غزني پوهنتون ټولګي منځ کې چاودنه شوې
د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په یوه ټولګي کې چاودنه شوې ده.
د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په یوه ټولګي کې چاودنه شوې ده.
د افغان خبری آژانس د خبری له مخی د غزني د والي ویاند، عارف نوري رسنیو ته ویلي دا چاودنه نن سه شنبې سهار شاوخوا ۹:۵۰ شوې ده.
د نوري په وینا دې چاودنه کې د ۱۲ نجونو او ۷ هلکانو په ګډون ۱۹ محصلین ټپيان شوي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو پوهنځۍ یو ټولګي کې د چاودنې له امله ۱۲ محصلین ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن سې شنبه د اکتوبر پر ۸مه «تلې۱۶مه»سهار لس بجې په یاد ټولګي کې د درس ویلو پر مهال رامنځته شوې ده.
د غزني د پولیسو وباند احمد خان سیرت امریکا غږ ته
وویل، چې د پېښې له ځایه ۱۲ ټپیان روغتون ته انتقال شوي، چې ښځينه محصلینې هم پکې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټپیانو کې د درې تنو روغتیايي حالت نازک دی.
بلخوا د غزني د روغتون یوه مسؤل ډاکټر عبدالبصیر رامکي امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۵ټپيان وروړل شوي دي، چې ۱۸ نجونې او پاتې نارینه محصلین پکې شامل دي.
د غزني چارواکو ویلي، چې په دغه چاودنه کې کوم د پوهنتون کوم زده کوونکی نه دی وژل شوی.
تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
ویل کیږي دا چاودنه د دري ادبیاتو پوهنځي په څلورم ټولګي کې شوې ده.
تر اوسه د دې پيښې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي او چارواکي وایي پلټنې یې پيل کړي.
https://avapress.com/vdcgwx9qyak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته