دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 192743
امریکا کې د ٩٠ ښځو وژونکی د تر ټولو زیات خطرناک قاتل بلل شوی
ایف بي آی هغه زنداني چې د ٩٠ نه د زیاتو ښځو د قتلولو ادعا کوي، د امریکا د تاریخ د تر ټولو خطرناک قاتل بللی
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،د امریکا د تحقیقاتو لپاره فیډرالي اداره ایف بي آی وایي چې په بند کې هغه کس چې د ملک په مختلفو ښارونو کې یې د نوي نه د زیاتو ښځو د قتل ادعا یې کړیدی، د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو نه زیات خطرناک قاتل دی.
دغه کس چې سمیول لټل نومیږي، د ٢٠١٢ مال راپدیخوا په بند کې دی، هغه ایف بي آی ته ویلي و چې د ١٩٧٠ کال نه واخله د تر ٢٠٠٥ کاله په دوران کې یې د نوي نه زیاتې ښځې وژلې دي.
ایف بي آی د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د جرمونو فیډرالي اداره وایي چې هغوي باور لري چې د جرمونو اعتراف سم دی او په دغه قتلونو کې د هغه د ککړتیا ثبوتونه یې تر لاسه کړیدي.
تورن اوس ٧٩ کلن دی، او وایي چې ٩٣ ښځې یې قتل کړيدي.
د یادونې وړ چې لټل د لاسه د قتل شوو ځینو ښځو مړې لا تر اوسه نه دي موندل شوي.
https://avapress.com/vdcba5b8frhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته