کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو کمېسیون: بې بایومټریک رایې د باور وړ نه دي

16 میزان 1398 ساعت 14:12

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې «حوا علم نورستاني : ځیني کاندیدان د پایلو د ژر اعلانولو په برخه کې په موږ فشار راولي او وايي، که د ټاکنو پایلې وځنډېږي موږ ته به له درغلیو ډکې مالومې شي، موږ د ناټو له استازو وغوښتل؛ څو له یادو نوماندانو سره په لیدنه کې له هغوی وغواړي، چې په موږ دې فشار نه راولي، موږ ځانګړی مهالوېش او پلان لرو اوکه چېرې هغوی په بیا، بیا وايي، طبیعي ده چې موږ نا ارامه کېږو».


د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د نوماندانو له لوري تر فشار لاندې دي او اوس یې ددې فشار د کمولو په برخه کې له ناټو مرسته غوښتې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې «حوا علم نورستاني» له «ازادي رادیو»  سره په مرکه کې ویلي « ځیني کاندیدان د پایلو د ژر اعلانولو په برخه کې په موږ فشار راولي او وايي، که د ټاکنو پایلې وځنډېږي موږ ته به له درغلیو ډکې مالومې شي، موږ د ناټو له استازو وغوښتل؛ څو له یادو نوماندانو سره په لیدنه کې له هغوی وغواړي، چې په موږ دې فشار نه راولي، موږ ځانګړی مهالوېش او پلان لرو اوکه چېرې هغوی په بیا، بیا وايي، طبیعي ده چې موږ نا ارامه کېږو».
د نورستانۍ په قول، د ناټو استازو ددوی کار له نږدې لیدلی او ددوی  ستاینه یې کړې.
یاده دې وي، چې تېره ورځ په کابل کې د ناټو ملکي استازی «نیکولاس کي» د برتانیا د سفیرې«الیسون» سره په ګډه د ټاکنو کمېسیون ته ورغلی وو، هلته یې د رایې شمېرنې بهیر له نږدې لیدلی وو او د یاد کمېسیون له چارواکو یې غوښتي وو، څو بې طرفه پاتې شي او د رایې شمېرنې په مهال شفافیت په پام کې ولري.


د مطلب کود: 192744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192744/ټاکنو-کمېسیون-بې-بایومټریک-رایې-د-باور-وړ-نه-دي

آوا
  https://www.avapress.com