عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې ددی چاودنې جزئیات ارایه کړ.
هغه وویل چی نن سهار ۰۹:۴۰ مخکې د غرمی د غزنی تعلیم او تربیی پوهنځي یو صنف کې چاودنه رامنځته شوی دی چی ددی چاودنې په ترڅ کې ۱۹ تنه د ۱۲ انجونو او ۷ هلکانو په شمول ټپیان شوی دی.
ددی مخکې ریپورت ورکړل شوی وو چی چاودنه د ژبو او ادبیاتو پوهنځی درسی صنف کې رامنځته شوی دی.
نوری روغتون ته ددی پیښی ټپیانو لیږد څخه خبر ورکړ.
د والی ویاند په وینا تراوسه ددی چاودنې نوعیت او دلیل نه دی معلوم؛ خو کشفی نهادونو څيړنې شروع شوی دی.