دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 192751
دکندهارښاردلويي ويالې۶۰۰۰ کورنيولپاره اوبورسولوقرارداد لاسليک سو
د کندهار ښار د لويي ويالې ۶۰۰۰ کورنيو لپاره ۴۰۵ ميليونو افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو عمومي رياست او راسخ شرکت تر منځ د ولسي استازو په مخکي قرارداد لاسليک سو.
په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازو د اوبو رسولو عمومي ریاست ته ورغلي او په دغه ولایت کي یې د چښاک د اوبو د جدي ستونزو په اړه خبري ورسره کړي دي
له ناستې وروسته د کندهار ښار د لويي ويالې ۶۰۰۰ کورنيو لپاره ۴۰۵ ميليونو افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو عمومي رياست او راسخ شرکت تر منځ د ولسي استازو په مخکي قرارداد لاسليک سو.
دا پروژه به د قرارداد مطابق په ۲۴ مياشتو کي تکميل سي.
دا ګام وروسته له هغه اخیستل کېږي، چي د کندهار ښار اوسېدونکو د چښاک د اوبو د ستونزو په اړه اعتراض وکړ.
https://avapress.com/vdcamun6649no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته