دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۵۱
د مطلب کود : 192767
د هند شبه جزیره لپاره القاعده رهبر په افغانستان کې ووژل شو
افغانستان ملی امنیت خبر ورکړ چی عاصر عمر، د القاعده تروریستی ډلې رهبر د هند شبه جزیره لپاره په افغانستان کې ووژل شو.
 
 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، امنیت ملی په یو توئیت کې لیکلی دی چی عاصم عمر، پاکستان اوسیدونکې د امنیتی او دفاعی ځواکونو مشترک عملیات په جریان کې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالی کې په هلاکت ورسید.
امنیت ملی وایی چی ددی عملیات په ترڅ کې ددی ډلې څو تنه غړۍ او څو تنه طالب تروریستان وژل شوی او ځینی نور هم ټپیان شوی دی.
ایمن الظواهری د القاعده تروریستی ډلې رهبر په ۲۰۱۴ کال کې د هند شبه قاره کې ددی ډلې یو شاخی تاسیس اعلان کړ او وویل چی القاعده غړۍ په دی شبه قاره کې د خپل همتایانو تجربو څخه چی په افغانستان، پاکستان او بنګله دیش کې ګټه واخلی.
عاصم عمر په هغه وخت کې د القاعده رهبر په حیث د هند شبه قاره کې اعلان شو. مخکې هغه پاکستان کې الجهاد الاسلامی حرکت غړۍ وو.
https://avapress.com/vdch-inzq23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته