دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 192771
هلمندکي پر لس زره کورنیو دغنمو د وېش چاري پیل سوې
دا مرستي پر هغو کورنیو ویشل کیږي، چي د طبعي پېښو او جنګ له امله ځپل سوي وي. عام خلک د اوا خبریال ته وایي: دولت باید په دې ډول مرستوکي شفافیت پوره پام وکړي.
دا مرستي پر هغو کورنیو ویشل کیږي، چي د طبعي پېښو او جنګ له امله ځپل سوي وي.
عام خلک د اوا خبریال ته وایي: دولت باید په دې ډول مرستوکي شفافیت پوره پام وکړي.
هلمند کي د طبعي پېښو پر ضد د مبارزې رئیس میرقلم زاهد د غنمو دمرستي پر مهال رسنیو ته وویل دا دوه زره ټنه غنم دي، چي د ولسمشر د خاص حکم پر اساس هلمند کي د ځپل سوو کورنیو سره د مرستي په خاطر راغلي دي.
دی وايي اوس يې پر لس زره کورنیو د وېش چاري
د د بېړنۍ غونډي پر اساس پیل کړي، چي هرې کورنۍ ته سل کیلوګرامه غنم ورکول کیږي.
د هلمند عام اوسېدونکي که څه هم د مرستو د وېش چاري ښه بولي خو وايي: دې ډول پروسو کي اکثره وخت شفافیت ته پام نه کیږي، او په سترګو يې ویني، چي غلاوې پکښي رواني وي.
د دوی په وینا د سل کیلو غنمو پر ځای باید خلکو ته پلونه ،پلچکونه او سړکونه جوړ سي.
تر دې څو میاشتي دمخه هم د غنمو د مرستو د وېش یوه پروسه پیل سوه، چي ډېره برخه يې غلا سوې وه او بیا وروسته امنیتي او کشفي ارګانونو په یوه کور کي په غنمو بار موټر ونیول.
https://avapress.com/vdccmiqss2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته