دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 192786
امریکا تېره میاشت هره ورځ په افغان خاوره ۳۱ بمونه غورځولي
له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «ملټري ټایمز» لیکلي، امریکایانو په تېره میلادي میاشت کې هره ورځ د افغانستان په خاوره ۳۱ بمونه غورځولي.
له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «ملټري ټایمز» لیکلي، امریکایانو په تېره میلادي میاشت کې هره ورځ د افغانستان په خاوره ۳۱ بمونه غورځولي.
د ملټري ټایمز له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي « امریکایي ځواکونو په تېره سپتمبر میاشت کې د افغانستان په خاوره ۹۴۸ بمونه غورځولي، چې په اوسط ډول یې شمېر هره ورځ ۳۱ بمونو ته رسېږي».
راپور وړاندې زیاتوي « دا شمېره له ۲۰۱۰ راپدیخوا په یوه میاشت کې د غورځول شویو بمونو تر ټولو لوړه شمېره ده».
د راپور په اساس، امریکا په دې وروستیو کې په «ترهګرو» باندې خپل عملیات څو چنده زیات کړي او تر ډېره یې تمرکز په هوايي بریدونو دی.
امریکا داسې په یوه میاشت کې دننه په افغان خاوره د بمونو تر ټولو لوړه شمېره ازمايي، چې د سیمې هیوادونو د سوله ییز چاپیریال د رامنځته کولو په موخه د افغانستان د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې په جګړه کې دې کمی راولي.
په ورته وخت کې امریکايي رسنۍ راپور ورکوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی، چې بهرني او دولتي ځواکونه دې په ګډه د طالبانو په وړاندې نظامي عملیات پراخ کړي.
https://avapress.com/vdcivrazqt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته