دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 192788
ایران: له سعودي سره په دې شرط خبرو ته تيار يو، چې د خلکو له وژنو لاس واخلي
د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف ويلي، د دوه اړخيزو اړيکو او سيمې په چارو د بحث لپاره له سعودي عربستان سره خبرو ته تيار دي، خو په دې شرط، چې د سعودي حکومت «د خلکو له وژنو» لاس واخلي.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف ويلي، د دوه اړخيزو اړيکو او سيمې په چارو د بحث لپاره له سعودي عربستان سره خبرو ته تيار دي، خو په دې شرط، چې د سعودي حکومت «د خلکو له وژنو» لاس واخلي.
دافغان خبری آژانس د ایران تلویزیون سره سمه ، جواد ظريف له قوله ليکلي، که سعودي حکومت له ایران سره د سولې خبرې او د سيمې چارو په اړه مذاکرات غواړي، د ایران اسلامي جمهوريت هم ورسره خبرو ته تيار دی، خو په دې شرط، چې سعودي د خلکو له وژنو لاس واخلي.
د جواد ظريف اشاره د سعودي له لوري په يمن کې روانو عملياتو او بمباريو ته ده، چې ډېری قربانيان يې ولسي وګړي دي.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر زياته کړې، چې د سيمې امنيت او ثبات لپاره له خپلو ټولو ګاونډيانو سره خبرو اترو ته تيار دي او وايي، ایران پخوا هم خپل دريځ ثابت کړی او اوس هم پر همدې نظر دی، چې سيمه‌ ييزې ستونزې بايد د خپلمنځي خبرو اترو له لارې حل و فصل شي.
تېره اونۍ د ایراني حکومت وياند علي ربيعي ويلي و، سعودي حکومت د ولسمشر حسن روحاني په نوم پيغامونه رالېږلي، خو د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر د ایراني چارواکو څرګندونې رد کړي او هغه يې بنسټه بللې وې.
ښاغلي جبیر زياته کړې وه، چې د سولې پيغام بايد د هغه چا له لوري راشي، چې سيمه کې يې تاوتريخوالی او ناکرارۍ پيل کړي دي.
د تېرې سپتمبر مياشتې په وروستيو کې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ويلي و، له ایران سره پوځي کړکېچ نه غواړي او هیله لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته جنجال باید له سوله ييزو لارو حل شي.
د سعودي او ایران د کړکېچ شاليد
له تېرو څو کلونو راهيسې د ایران او سعودي ترمنځ سياسي شخړې روانې دي، خو تېره مياشت سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چاڼځايونو له برید وروسته د تهران او رياض ترمنځ تاوتريخوالی نور هم زيات شو.
د سعودي د تېلو پر چاڼځايونو د برید پړه د يمن حوثي ملېشو منلې، خو امریکا او ایران وايي، دا بريد د ایران په توغنديو د ایران له خاورې شوی او مسؤوليت يې هم د ایراني چارواکو پر غاړه دی.
ایران د امریکا او سعودي تورونه رد کړي او وايي، که پر ایران هر ډول برید وشي، دې سره به په سيمه کې پراخې جګړې پيل شي.
سعودي پر ایران تور لګوي، چې د حوثيانو مالي او پوځي ملاتړ کوي، خو ایران وايي، چې حوثيانو ته يوازې مشورې ورکوي.
https://avapress.com/vdcaaun6a49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته