دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 192813
هلمندپه  موسی کلاکي کی دجنوبي اسیا لپاره د القاعدې مشرعاصم عمر ووژل سو
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان رسنیو ته وویل: چي لس ورځي د مخه د جنوبي اسیا لپاره د القاعدې مهم مشر پاکستانی عاصم عمر په موسی کلا ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کي ووژل سو.
د هلمند والي وايي: لس ورځي د مخه خاصو ځواکونو دموسی کلا ولسوالۍ پر هغه کورعملیات ترسره کړل، چي د القاعدې د رهبرۍ شپږ غړي پکښي مېشت وه.
دی وايي: لا هم وسله وال طالبان د القاعدې ملاتړ کوي، او هغوی ته يې په هلمند کي پنا ځای ورکړی دی.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان رسنیو ته وویل: چي لس ورځي د مخه د جنوبي اسیا لپاره د القاعدې مهم مشر پاکستانی عاصم عمر په موسی کلا ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کي ووژل سو.
دی وايي دا لومړی ځل نه دی، چي هلمند کي د القاعده پر مرکزونو عملیات ترسره کیږي، بلکه دی وايي: تېر کال هم یو جرمنی تبعه چي د القاعدې غړی و، هلمند کي د شپنیو عملیاتو پر مهال نیول سوی دی.
والي وايي: لاهم دې ولایت کي القاعده د وسله والو طالبانو ترسیوري لاندي پنا ځایونه لري او دلته اوسیږي.
دهلمند والي د القاعده د دې مشر پر پنا ځای د عملیاتو پر مهال درویشت تنه ووژل سوه، چي شپږ يي د القاعده غړي وه.
دی وايي: نړۍ پرې خبره ده، چي د هلمند په نهرسراج او بندتیمورکي القاعده جنګیالیو پناځایونه وه، چي وروسته بیا موسی کلا ته انتقال سوه.
د هلمند والي وايي: د تېر په پرتله د وسله والو پر مرکزونو او پنا ځایونو د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو فشار زیات سوی دی.
پوره لس ورځي دمخه د موسی کلا په تخته پل سیمه کي امنیتي ځواکونو پر یوه کورعملیات ترسره کړه، چي د یو شمېر بهرنیو کسانو د وژني ترڅنګ يې د پنځو پاکستانیو ښځو د نیولو خبر هم ورکړ، هماغه عملیاتو کي نږدې شل تنه ملکي کسانو ته هم چي ډیری يې ښځي او ماشومان وه د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو.
https://avapress.com/vdcjv8evtuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته