کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بایو مټرېک الو بهرني انجینران کابل ته ورسېدل

18 میزان 1398 ساعت 10:45

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د درملوک په نامه د هغه جرمني شرکت، چې د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته یې بایو مټرېک الې برابرې کړې وې، دوه تنه بهرني انجینران کابل ته رسېدلي دي. د یاد کمېسیون د دارالانشا مشر حیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل، اوس به مرکزي سیستم ته د ټولو رایو د ور ګډولو چاره چټکه شي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د ټاکنو نوماندانو او یو شمېر بهرنیو سفارتونو اندېښنه ښودله چې له بایو مټرېک الو نه مرکزي سرور یا سیستم ته د رایو د لېږدولو چاره پڅه روانه ده.
داسې اندېښنې هم وې چې ښایي د دې ستونزې له کبله په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې ته لاره هواره شي.
خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دا ستونزه یوازې تخنیکي وه او د بهرنیو انجینرانو له ور رسېدو سره به په څو ورځو کې ټولې رایې مرکزي سیستم ته ور ګډې شي.

د مطلب کود: 192815

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192815/د-بایو-مټرېک-الو-بهرني-انجینران-کابل-ته-ورسېدل

آوا
  https://www.avapress.com