دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 192816
طالبان سولې ته ژمن نه دي
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو پخوانی قومندان “جنرال ډیویډ پیټریس” له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې ژر دې له افغانستان څخه ونه وځي. دغه متقاعد جنرال چې څو کاله یې په افغانستان کې له طالبانو او دغلته له نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې مشري په غاړه لرله وايي چې متحده ایالتونه باید په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو پخوانی قومندان “جنرال ډیویډ پیټریس” له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې ژر دې له افغانستان څخه ونه وځي.
دغه متقاعد جنرال چې څو کاله یې په افغانستان کې له طالبانو او دغلته له نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې مشري په غاړه لرله وايي چې متحده ایالتونه باید په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.
هغه وايي:”زه فکر نکړم چې طالبان دې سولې ته ژمن وي.” ښاغلي پيټریس د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل “زه ولسمشر ټرمپ ته مشوره ورکوم، که د تل لپاره هلته نه پاتې کیږي، د ډېر وخت لپاره دې پاتې شي، ځکه چې له طالبانو سره وروستۍ خبرې اغیزناکې نه وې. طالبان خپلې وسلې پر ځمکه نه ږدي او ښايي (که نړیوال ځواکونه ووځي) کورنۍ جګړه پیل شي.”
هغه ټېنګار وکړ چې باید د یوې قوي تګلارې په اساس امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. جنرال ډیویډ پیټریس وویل”لا هم افغان ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل کیږي او امریکا او د ایتلاف غړي هیوادونه باید افغان ځواکونه وروزي او تجهیز یې کړي. ”
جنرال پیټریس چې د یو کال لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتي اداري (سي آی اې) مشر هم و، وايي داسې نه ښکاري چې طالبان دې په واک کې شراکت ومني، د هغه په خبره باید له افغانانو سره مرسته وشي چې تېرې لاس ته راوړنې خوندي وساتي.
هغه د سولې په خبرو کې د پاکستان پر رول هم وغږېده او ویې ویل چې اسلام اباد د سولې په مذاکراتو کې رول لري. نوموړي وویل چې د طالبانو، داعش او نورو اورپکو ډلو مرکزونه په خیبر درې، اورکزی ایجنسۍ، بلوچستان او نورو سیمو کې دي او واک یې هم د دغو افراطیانو په لاس کې دی.
د امریکا دغه متقاعد جنرال داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړي
https://avapress.com/vdccsiqse2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته