کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لښکرګاښاراوسیدونکي: دغلاو او جنايي جرمونومخنیوی غواړو

18 میزان 1398 ساعت 11:00

د لښکرګا اوسیدونکي د غلو ، او جنايي پېښو له ډيروالي شکایت کوي، دوی له امنیتي ادارو غواړي، چي د خلکو امنیت خوندي کړي.
د پولیسو چارواکي وايي: دوی په دې ورستیو کي اقدامات نور هم جدي کړي او د غلو څلور ډلي يې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
که څه هم پولیس د ښار په بیلابیلو برخو کي پر تلاشیو بوخت وي ، خو لا هم دغه ښار د غلاو له پېښو خالي نه دی ، خلک شکایت کوي ، چي غله له خلکو پيسې او وسایل لوټي ، خو پولیس وروسته خبريږي.


د لښکرګا اوسیدونکي د غلو ، او جنايي پېښو له ډيروالي شکایت کوي، دوی له امنیتي ادارو غواړي، چي د خلکو امنیت خوندي کړي.
بل پلو د پولیسو چارواکي وايي: دوی په دې ورستیو کي اقدامات نور هم جدي کړي او د غلو څلور ډلي يې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
که څه هم پولیس د ښار په بیلابیلو برخو کي پر تلاشیو بوخت وي ، خو لا هم دغه ښار د غلاو له پېښو خالي نه دی ، خلک شکایت کوي ، چي غله له خلکو پيسې او وسایل لوټي ، خو پولیس وروسته خبريږي.
د ښار دوکانداران او کاروباریان وايي : نور يي زغم خلاص دی ، او که يي دولت مخه په جدي توګه ونه نیسي ، نو د ښار اوسیدونکي مجبور دي ، چي خپل غم خپله وخوري.
د غلاو د پېښو اکثره شکایتونه د دوهمې حوزې د اوسیدونکي دي ، د دې ځای د پولیسو آمر جان حبیب وايي : دوهمې حوزې اړوند سیمو کي پخوا د غلاو او نورو ناقانونیو پېښې ډيري وې ، خو دی وايي : اوس يي دا کچه راکمه کړې ده.
په دې ورستیو کي د وسله والو غلو څلور ډلي له وسلو او مهماتو سره نیولي دي ، چي له امله يي د غلاو کچه کمه سوې ده.
د لښکرګا ښار اوسیدونکي تر دې وړاندي هم په پرله پسې توګه شکایتونه کړي دي ، دوی غوښتنه کوي ،  پولیس باید ګرځنډه ګزمې ولرې ، او د غلاو او نورو پېښو د مخنیوي لپاره کشفي برخه هم قوي کړي.


د مطلب کود: 192818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192818/د-لښکرګاښاراوسیدونکي-دغلاو-او-جنايي-جرمونومخنیوی-غواړو

آوا
  https://www.avapress.com