دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 192818
د لښکرګا اوسیدونکي د غلو ، او جنايي پېښو له ډيروالي شکایت کوي، دوی له امنیتي ادارو غواړي، چي د خلکو امنیت خوندي کړي. د پولیسو چارواکي وايي: دوی په دې ورستیو کي اقدامات نور هم جدي کړي او د غلو څلور ډلي يې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي. که څه هم پولیس د ښار په بیلابیلو برخو کي پر تلاشیو بوخت وي ، خو لا هم دغه ښار د غلاو له پېښو خالي نه دی ، خلک شکایت کوي ، چي غله له خلکو پيسې او وسایل لوټي ، خو پولیس وروسته خبريږي.
د لښکرګا اوسیدونکي د غلو ، او جنايي پېښو له ډيروالي شکایت کوي، دوی له امنیتي ادارو غواړي، چي د خلکو امنیت خوندي کړي.
بل پلو د پولیسو چارواکي وايي: دوی په دې ورستیو کي اقدامات نور هم جدي کړي او د غلو څلور ډلي يې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
که څه هم پولیس د ښار په بیلابیلو برخو کي پر تلاشیو بوخت وي ، خو لا هم دغه ښار د غلاو له پېښو خالي نه دی ، خلک شکایت کوي ، چي غله له خلکو پيسې او وسایل لوټي ، خو پولیس وروسته خبريږي.
د ښار دوکانداران او کاروباریان وايي : نور يي زغم خلاص دی ، او که يي دولت مخه په جدي توګه ونه نیسي ، نو د ښار اوسیدونکي مجبور دي ، چي خپل غم خپله وخوري.
د غلاو د پېښو اکثره شکایتونه د دوهمې حوزې د اوسیدونکي دي ، د دې ځای د پولیسو آمر جان حبیب وايي : دوهمې حوزې اړوند سیمو کي پخوا د غلاو او نورو ناقانونیو پېښې ډيري وې ، خو دی وايي : اوس يي دا کچه راکمه کړې ده.
په دې ورستیو کي د وسله والو غلو څلور ډلي له وسلو او مهماتو سره نیولي دي ، چي له امله يي د غلاو کچه کمه سوې ده.
د لښکرګا ښار اوسیدونکي تر دې وړاندي هم په پرله پسې توګه شکایتونه کړي دي ، دوی غوښتنه کوي ،  پولیس باید ګرځنډه ګزمې ولرې ، او د غلاو او نورو پېښو د مخنیوي لپاره کشفي برخه هم قوي کړي.
https://avapress.com/vdcezw8zvjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته