دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 192819
د کندهار آب جوشو دهند بازارونه ګرم کړي دي
د کندهاره څخه هرکال په زياته اندازه آب جوشي هندوستان ته ځي او هلته په خورا ښه بيه باندي خرڅېږي، سوداګرو او باغدارانو د آب جوشو لپاره په زرګونو خلک هم پرکار کړي دي.
د کندهاره څخه هرکال په زياته اندازه آب جوشي هندوستان ته ځي او هلته په خورا ښه بيه باندي خرڅېږي، سوداګرو او باغدارانو د آب جوشو لپاره په زرګونو خلک هم پرکار کړي دي.
آيته انګور د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د اشخارو او اهاکو تر جوش وروسته په ۱۲ ورځو کي آب جوشي کېږي او وروسته تر خرڅ لاوو د کندهار د سوداګرو او باغدارانو اقتصاد په پياوړی کېږي.
د دغه ميدانونو د جملې د آب جوشو په هر ميدان کي نژدې ۷۰ تنه په کار بوخت دي، انګور دانې کوي، وروسته يې پرېولي، بيايې په اشخارو او اهاکو کي جوشوي، پرېولي يې بيا یې وروسته پر پاکو ميدانونو باندي هواروي، څو تر ۱۲ ورځو وروسته آب جوشي ورڅخه جوړي سي.
باغداران وايي، د سمو او ښه بازار لرونکو آب جوشو په خاطر د انګورو پر باغونو د انګورو د ښه حاصل په موخه دوا وي پر پاشي، خو بدبختانه چي هيڅ کوم مثبت تاثیر نه کوي، ځکه بې کيفيته دي.
د آب جوشو د ميدانونو جوړونکي وايي، تېر کال يې اووه ميدانه هوار کړي وه، خو يوازي د درو ميدانونو ګټه ور پاته سوې، پاته څلور ميدانونه په مصرف کي تللي، چي دا هم هيڅ ګټه نه ورته کوي.
دا په کندهار کي د آب جوشو هغه مرکزونه دي، چي سوداګر يې بسته بندي کوي، ښې او بدي آب جوشي سره جلا کوي او وروسته يې د خرڅ لاوو لپاره اماده کوي، څو په هندوستان کي په ښه بيه خرڅي سي.
تېر کال د يو من آب جوشو بيه ۱۰۰۰ افغانۍ وه، خو سږکال سوداګر وايي، بازارونه يې خورا ګرم دي او د يو من آب جوشو بيه هم ۱۲۰۰ افغانيو ته پورته سوې، د ښه بازار علت يې سوداګر د پاکستان د آب جوشو خرابوالی بولي، ځکه هلته بارانونه پر سوي، چي ور سره سم د کندهار آب جوشي په نړيوال بازار کي پورته سوي دي.
د آب جوشو په هر ګدام کي نژدې ۳۰۰ کسه په کار بوخت دي او له دې لاري خپلي کورنۍ ته حلاله نفقه برابروي، ټوله ګدامونه د ورځي ۱۰۰ ټنه آب جوشي باروي او د نړيوال بازار پر لور ځي.
دکندهار د آب جوشو سوداګر له حکومته غواړي، چي نور ګدامونه هم ورجوړ کړي ډېره مځکه ورکړي، څو دوی ورباندي پېک سوې او نا پېک سوې مېوه خوندي کړي.
https://avapress.com/vdcfy0dy1w6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته