کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې د ماین چاودنې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

18 میزان 1398 ساعت 12:03

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، کله چې یو له سورلیو ډک «فلډر» موټر چې له مرکز «میمنې» څخه یې د «المار» ولسوالۍ په لور مزل کاوه؛ د سرک د غاړې ماین ښکار شو.


په فاریاب ولایت کې د سرک د غاړې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپیان کړي.
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، کله چې یو له سورلیو ډک «فلډر» موټر چې له مرکز «میمنې» څخه یې د «المار»  ولسوالۍ په لور مزل کاوه؛ د سرک د غاړې ماین ښکار شو.
پولیس د پېښې پړه په طالبانو اچوي او په قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو د شتون خبر ورکوي.
که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ددوی له لوري د ملکي وګړو د تلفاتو په برخه کې د حکومت راپورونه بې بنیاده او د تبلیغاتي جګړې توکي یاد کړي.


د مطلب کود: 192821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192821/فاریاب-کې-د-ماین-چاودنې-شپږ-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com