دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 192821
فاریاب کې د ماین چاودنې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، کله چې یو له سورلیو ډک «فلډر» موټر چې له مرکز «میمنې» څخه یې د «المار» ولسوالۍ په لور مزل کاوه؛ د سرک د غاړې ماین ښکار شو.
په فاریاب ولایت کې د سرک د غاړې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپیان کړي.
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، کله چې یو له سورلیو ډک «فلډر» موټر چې له مرکز «میمنې» څخه یې د «المار»  ولسوالۍ په لور مزل کاوه؛ د سرک د غاړې ماین ښکار شو.
پولیس د پېښې پړه په طالبانو اچوي او په قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو د شتون خبر ورکوي.
که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ددوی له لوري د ملکي وګړو د تلفاتو په برخه کې د حکومت راپورونه بې بنیاده او د تبلیغاتي جګړې توکي یاد کړي.
https://avapress.com/vdcirrazzt1a3v2.k6ct.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته